سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن ،پاکستان کې له کډوالو سره تشدد او زور زیاتی له...

افغان واکمن ،پاکستان کې له کډوالو سره تشدد او زور زیاتی له زغم بهر او د کرکې پيدا کېدو لامل جوړیږي

ویب ډیسک

د طالبانو کډوالو چارو وزیر کابل کې د یوناما مرستیال او فعالو نړیوالو بنسټونو ترمنځ د افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو حل او همغږۍ تخنیکي ناسته کړې ده.

 

مولوي کبیر په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او د دغه هېواد له لوري یې کډوالو سره تشدد او زور زیاتی له زغم بهر او د کرکې پيدا کېدو لامل ګڼلی دی.

 

د طالبانو کډوالو وزیر داسې مهال د پاکستان پر چلند نیوکه کوي، چې کابل ته د دغه هېواد لومړي زویر مرستیال په مشرۍ د پلاوي سفر کې د کډوالو ستونزو پر حل هوکړې شوې دي.

 

ورته مهال طالبانو په هېواد کې له فعالو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې خپلې ټولې مرستې د افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو لپاره متمرکزې کړي.

 

د یوناما د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تراوسه نږدې ۸ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوي چې اړوندې مرستې یې هم ترلاسه کړې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپرېل له پیل راهیسې څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده جبري اخراج کړي، چې د معلوماتو له مخې دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

# #Afghanistan #UNAMA #Refugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه