دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران د افغانستان د کرنې په سکتور کې همکاري کوي

ایران د افغانستان د کرنې په سکتور کې همکاري کوي

ويب ډيسک

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره په خپل دفتر کې ولیدل.

د یاد وزارت د رسنیو دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام خبرې وکړې او د ګډو برنامو د پلي کولو ټینګار یې وکړ.

د کرنې وزارت معین، د ایران د علاقې ښودنه د کرنیزو او مالدارۍ برخو کې د همکارۍ لپاره د خوښۍ وړ وبلله.

د ایران سفیر وویل چې هېواد یې د غوښې او کرنیزو توکو وارداتو ته اړتیا لري، او که څه هم دا مهال له لرې هېوادونو لکه امریکا څخه غوښه واردوي، خو دوی غواړي دا محصولات له خپل ګاونډي او دوست هېواد افغانستان څخه وپېري.

نوموړي همداراز وویل چې ایران چمتو دی یوه ګډه همکاري کمېسیون جوړه کړي، افغانستان د “ایران ایکسپو ۲۰۲۵” نندارتون کې ګډون وکړي، او د حیواناتو د نسل‌ګیري، مسلخونو جوړولو، قرنطین، صادراتو او وارداتو، پانګونې او عصري اوبولګولو سیسټمونو په برخو کې نږدې همکاري وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه