سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان يوې محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم ورکړی...

د پاکستان يوې محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم ورکړی دی

ویب ډیسک

د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې یا ATC د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی او د تحریک انصاف ګوند د غړي علي امین ګنډاپور د نیولو حکم ورکړی دی.

 

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د لاهور یوې محکمې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د درېیو نورو مشرانو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

 

پاکستاني پولیس وایي، د ګنډاپور په ګډون د PTI یاد مشران د تېر کال اکټوبر کې د هغو پراخو لاریونونو په قضیو کې مطلوب دي، چې پکې د تحریک انصاف پلویانو او غړیو د قانون پلي کوونکو ځواکونو پر ضد برید کړی و.

 

د معلوماتو له مخې د عمران خان په پلوۍ په یادو لاریونونو کې په اسلام آباد او نورو ښارونو کې وضعیت ترینګلی شوی و او د اړ و دوړ له امله پکې نږدې ۱۰۰ پاکستاني پولیس ټپیان شوي وو.

 

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو حکم داسې مهال ورکول کېږي، چې تازه یې کابل ته د پاکستان د تللي پلاوي پر سفر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پښتنوخوا حکومت یې پکې نه شامل کړی.

 

ګنډاپور له دې وړاندې د پاکستان له ایالتي حکومت غوښتنه کړې وه چې طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه پلاوي د لېږد اجازه ورکړي، څو راپورته شوې ستونزو د خبرو له لارې حل کړي.

 

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تراوسه د یادو مشرانو د نیولو د حکم صادرېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

# #Pakistan #KPK #PTI

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه