سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان په تېرو درې اوونیو کې له ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال...

پاکستان په تېرو درې اوونیو کې له ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي.

ویب ډیسک

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې پاکستان په تېرو درې اوونیو کې له ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي.

 

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل لا هم خوندي نه دي او په سلګونو ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي دي.

 

بل خوا د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي کبیر نن د یوناما او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو سره ناسته کې ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان زور زیاتی له زغم وتلی دی.

 

پاکستان له دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د افغان کډوالو د ستونزو او شکایتونو اورېدو په موخه یې یو مرکز هم پرانېستی دی.

 

دا په داسې حال ده چې ده چې کابل او اسلام آباد ته پاکستاني او طالبانو د لوړ پوړو پلاویو د سفرونو او هوکړو وروسته هم افغان کډوال په خوندي توګه له پاکستان نه ستنېږي.

# #Afghanistan #Refugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه