پښتو جرنل
د کوټې سائنس پوهنځي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند درې ورځني مرکزي کانګرس د ګوند مرکزي مشر محمود خان اڅکزی وټاکه او له دې سره سم مرکزي دوم مشر په توګه ارشد خان وټاکل شو او روف لالا د ګوند مرستيال مشر شو .
عبدالرحيم زیارتوال د ګوند مرکزي عمومي سیکرټري وټاکل شو او له ده سره اټل خان اڅکزی ،نواب ایاز جوګیزی جمعه ګل، رسان ساپی ،نزیر جان لالا،ملک شوکت ،تالیمند خان ،ډاکټر کلیم الله حاجي فضل قادر شیراڼی ،ډاکټر حامد خان اڅکزی ،موسا باچا شېرګړ ،جبار خان اتمانخیل او ډاکټر جمیل پانیزی مرکزي سيکرټریان وټاکل شول.


