سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني وايي :ایا ااا غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه...

اشرف غني وايي :ایا ااا غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟

پښتو جرنل

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو د زدکړو بندیز په هکله یو بیان خپور کړی هغه په دې بیان کې ویلي چې له بده مرغه په هېواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده.

اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی.

هغه زياته کړې د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی.

اوس یې وخت دی چې طالبان او د دوی مبلغان باید د دوحې تړون هغه پټ ضمایم او الحاقيه برخې ملت سره شریکې کړي.

پوښتنه دا ده، چې امریکا سره د دغه پټو تعهداتو په اړه ولې ولس ته وضاحت نشي ورکولای او د دې جزییات یې ولي له ولس څخه پټ ساتلي؟

حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟

ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي.

زه د هغو بهرنیو او کورنیو کړیو دا ادعا هم په کلکه ردوم چې دغسې خاینانه فیصلو ته کلتوري پوښښ ورکوي. د میرویس نیکه او احمد شاه بابا مېندې باسواده او پتمنې رهبرانې وې.

زه د هغو نجونو او هلکانو چې نن یې په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د زده‌کړو د حق لپاره د اختناق په دې سختو شرایطو کې اعتراضونه کړي، ستاینه او قدردانی کوم. دوی په هېواد کې د تعلیم حق غوښتنې، اصلي مخکښان او اتلان دي.

اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو صفوفو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي.

په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه