پښتو جرنل
په افغانستان کې ملګري ملتونه د طالبانو هغه پرېکړه غندي چې پوهنتونونو ته د ښځو ورتګ ځنډوي او ژر تر ژره له دې پریکړه د په شا کیدو غږ کوي
کابل، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۱ مه – په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ او ټوله بشر دوستانه ټولنه، په ټول هیواد کې د ښځینه محصلینو پر مخ ترامرثانې پورې د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه د طالبانو د واکمنو چارواکو د پریکړې په تړاو د ملیونونو افغانانو او نړیوالې ټولنې غصه شریکوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې سمدستي دغه پریکړه لغوه کړي.
ملګري ملتونه او د اړوند بشردوستانه همکاران یې همدارنګه له واکمنو چارواکو غړاړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي او هغه ټول اقدامات پای ته ورسوي چې په ورځني عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ ګډون مخه نیسي.
په پوهنتون کې د ښځو د حضور مخنیوی د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې دهدفي تبعیض د سیستماتیک سیاست دوام دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې، واکمنو چارواکو منځنیو ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیولې، د ښځو او نجونو د تګ راتګ ازادي یې محدوده کړې، ښځې یې د کاري ځواک له ډیرو برخو ایستلي او ښځې یې د پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو له کارولو منع کړي دي. دا محدودیتونه ددې سبب شوي چې افغان ښځې او نجونې د خپلو کورونو د څلورو دیوالونو ترمنځ بندې شي.
ټولنې او اقتصاد ته د نیمایي نفوس د ماناداره مرستې مخنیوی به په ټول هیواد ویجاړونکي اغیزې ولري. دا به افغانستان لا نورې نړیوالې انزوا او اقتصادي ستونزو او رنځ سره مخامخ او په میلیونونو افغانان به په راتلونکو کلونو کې اغیزمن کړي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ښځو پرکار کولو محدودیت، کولی شي تر ۱ ملیارد ډالرو- یا د هیواد ناخالص تولید ته پنځه سلنه اقتصادي زیان ورسوي. د ښځینه استادانو او پروفیسورانو په ګډون، پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ منع کول، به نور اقتصادي زیانونه هم واړوي.
زده کړه د انسان اساسي حق دی. له منځنیو او لوړو زده کړو د ښځو او نجونو بې برخې کول نه یوازې دوی له دې حق څخه محروموي، بلکې په ټوله کې افغان ټولنه د ښځو او نجونو له درکه د مرستو له مزایاوو بې برخې کوي. دا د ټول افغانستان راتلونکی ردوي.
د واکمنو چارواکو لخوا له زده کړو، کار ځای ته له تلو او د ژوند له نورو برخو د ښځو او نجونو د بې برخې کولو لپاره اخیستل شوي ګامونه، د اجباري او کم عمره ودونو، تاوتریخوالي او د ناوړه ګټه اخیستنې خطرونه زیاتوي.
د هیواد له نیمایي څخه د زیاتو وګړو پر وړاندې د تبعیض دوام به، افغانستان یوې ټول شموله ټولنې ته د رسیدو پر وړاندې، چې هرڅوک پکې په وقار سره ژوند ولري او له مساوي فرصتونو څخه برخمن وي، یو خنډ شي.
په افغانستان کې ملګري ملتونه او د بشردوستانه مرستو همکاران یې طالبانو ته ور یادوي چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د ښځو د آزادې ارادې ممانعت، بې واکه کول او په سیستماتیک ډول د عامه او سیاسي ژوند له ټولو ډګرونو څخه بهر کول، په شاتګ او د نړیوالو بشري حقونو دمعیارونو خلاف کار دی چې د سوله ییزو او باثباته ټولنو بنسټ جوړوي. دا پریکړه به د هغو بهر میشتو افغانانو لپاره یو منفي فکتور وي چې غواړي بیرته راستانه شي او نور به هم د هیواد پریښودو ته وهڅوي.


