ويب ډیسک
د طالبانو لخوا د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیز پرېکړې له خپرېدو وروسته، د قطر حکومت له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو په اړه د اسلام له لارښوونو سره سم په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه منفي کړنې به د افغانستان پر بشري حقونو، پرمختګ او اقتصاد د پام وړ اغېز وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، قطر د یوه اسلامي هېواد په توګه چې ښځې په کې له خپلو ټولو حقونو په ځانګړې توګه د زدهکړو حقه برخمنې دي، له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو په اړه د اسلام له لارښوونو سره سم په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر فعالانو، بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او غبرګونونه یې ښودلي دي.


