پښتو جرنل
د طالبانو لخوا له پوهنتونونو د نجونو د ممانعت په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړې استازې او د یوناما دمشرې روزا اوتنبایوا بیانیه
نیویارک – زه پر هغو خبرونو ډیره خواشینې شوم چې نن سهار (د کابل پر وخت تیر ماښام) په پراخه کچه خپور شوی او پکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو په ورتګ بندیز لګولی دی. دا کار د ښځو لپاره خو په لویه کچه د افغانستان لپاره ډیر زیان رسونکی دی.
لکه چې وړاندې مې وویل، که دغه پریکړه رښتیا وي، بربادي ده.
ما امنیت شورا ته د بشري حقونو د یو شمیر اندیښنو په اړه معلومات ورکړل چې موږ له وړاندې د طالبانو واکمنو چارواکو ته څرګند کړي دي. له کله چې طالبانو د روان کال په مارچ میاشت کې د نجونو پر منځنيو زده کړو بندیز ولګاوه، امنیت شورا په اتفاق سره دغه پریکړه وغندله. په دې توګه د ډېرو ځوانو نجونو او مېرمنو بشپړ ښوونیز کال ضایع شو او دادی اوس د نجونو پرمخ د پوهنتوني زده کړو د بندولو یوه بله سخته پرېکړه وشوه. زه خواشینې یم چې طالبان د افغانستان د راتلونکي او دا چې ښځې څرنګه کولای شي په اقتصاد، تعلیم او کلتوري چارو کې ونډه واخلي، فکر نکوي.
موږ د دغې پریکړې په اړه دلا زیاتو معلوماتو او توضیحاتو د ترلاسه کولو په لټه کې یو چې په را رسیدو سره به یې نورې خبرې وکړو.


