پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههغه ټولنه چې ښځه محرومه ساتي

هغه ټولنه چې ښځه محرومه ساتي

لیکنه: زارا داوړ

ټولنه هغه وخت رښتینی پرمختګ کولی شي چې د هغې ټول غړي که نارینه وي او که ښځه وي. چې د ژوند له بنسټیزو حقونو ټول یو شان برخمن وي. ځکه چې ښځه یوازې د کورنۍ یوه غړې نه ده، بلکې د ټولنې د راتلونکي جوړوونکې ده. که هغې ته د تعلیم، پوهې او ودې فرصت ورنه کړل شي، نو دا یوازې د یوې ښځې محرومیت نه دی، بلکې د ټولې ټولنې د شاته پاتې کېدو پیل دی.

هغه ټولنه چې ښځه له تعلیم څخه محرومه ساتي، په حقیقت کې خپل فکري او اقتصادي طاقت کمزوری کوي. ځکه چې تعلیم یافته ښځه نه یوازې د خپل ځان ژوند بدلوي، بلکې د خپلو اولادونو، کورنۍ او ټولنې راتلونکی هم روښانه کوي. نالوستې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، له روغتیايي ناپوهۍ نیولې تر اقتصادي کمزورۍ پورې، چې دا ستونزې بیا ورو ورو ټولې ټولنې ته غځېږي.

په داسې ټولنو کې اکثره د بې‌ کارۍ کچه لوړه وي، روغتیايي ستونزې زیاتې وي او ټولنیز عدالت کمزوری وي. ځکه چې کله نیمه ټولنه بې‌ سواده پاتې شي، نو د پرمختګ کاروان نیمګړی شي. برعکس هغه ټولنې چې ښځو ته د تعلیم، کار او ودې فرصتونه برابروي، د سوکالۍ، ثبات او پرمختګ په لور چټک ګامونه اخلي.

تعلیم یوازې د کتاب لوستل نه دي، بلکې دا د فکر پراختیا، د حق پېژندنې او د خپل مقام د درک وسیله ده. کله چې ښځه تعلیم یافته شي، نو هغه د خپلې کورنۍ لپاره غوره لارښوده ګرځي، د خپلو ماشومانو لپاره سالمه روزنه برابروي او د ټولنې په جوړښت کې فعاله ونډه اخلي.

نو ځکه د پرمختګ رښتینی راز دا دی چې د ټولنې هر غړی د علم له نعمت څخه برخمن شي. ښځې ته د تعلیم ورکول، په اصل کې د راتلونکي نسل ته تعلیم ورکول دي. هغه ټولنه چې ښځه پیاوړې کوي، خپل راتلونکی پیاوړی کوي او هغه چې ښځه محرومه ساتي، خپله راتلونکې له خطر سره مخ کوي.

مونږ باید دا ومنو چې د یوې بریالۍ او پرمختللې ټولنې بنسټ د علم، برابري او عدالت پر اصولو ولاړ وي او په دې بنسټ کې د ښځې رول نه شي له پامه غورځېدلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه