ويب ډيسک
اې بي سي خبري شبکې د رپوټ له مخې د تاوان ورکولو دا وړاندیز د ۲۰۲۰ د بریريټون نومي رپوټ له مخې په پام کې و، چې پکې ویل شوي، په افغانستان کې مېشتو استرالیايي ځواکونه د ۳۹ زنداني او ملکي افغانانو په ”وژنه” کې ښکېل وو.
دغه غرامت به هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې بې ګناه وژل شوي دي، برید پرې شوی، د وژل شويو د کورنیو غړي دي او يا يې شتمني لمنځه تللي وي.
د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه ۲۰۲۰ زېږیز کال کې د اسټراليايي قاضي، پول بریټون له لوري په چمتو شوي راپور کې وړاندیز شوې وه چې افغانستان کې یې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کلونو د ۳۹ بې ګناه افغانانو د وژنې په ګډون د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جرمونه په ډاګه کړل.


