دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر پښتونخواه حکومت د بنو پیښې څیړنې لپاره څیړنیز کميسيون جوړولو اعلان...

خیبر پښتونخواه حکومت د بنو پیښې څیړنې لپاره څیړنیز کميسيون جوړولو اعلان وکړ

انډیپنډنټ اردو

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو مرستيال وزير بیرسټر محمد علي سیف د شنبې په ورځ وویل چې د یاد ایالت مشر وزیر محمد امین ګنډاپور د بنو پیښې رڼې څيړنې لپاره د څیړنیز کمیسیون جوړولو اعلان وکړ

 

په خپل ایکس حساب باندې خپور شوي بیان کې بیرسټر محمد علی سیف وویل چې ‘دا کمیشن به شفاف او غیرجانبدارانه تحقیقات وکړي او رپوټ به وړاندې کړي. دغه رپوټ به عامه شي او د ذمہ دارانو کردار به معلوم کړي او قانوني کارروایي به وشي.’

هغه نور وویل چې ‘په موجوده ترهګرۍ څپې کې له عامو خلکو څخه د زیات احتیاط غوښتنه کوم. د پاکستان او خلکو دښمن عناصر د حالاتو خرابولو په تاک کې ناست دي.

‘د هېواد دښمن عناصر ته د امن خرابولو موقع مه ورکول پکار دی، د کمیشن په رپوټ کې به د ذمہ دارانو پېژندنه وشي. د کمیشن د رپوټ نه مخکې له افواګانو او بې تصدیق الزاماتو څخه ډډه کول پکار دی.

هغه وویل چې ‘په دې سلسله کې له خلکو څخه د امن غوښتنه کوم او له هر قسم منفي پروپیګنډې څخه احتیاط کول پکار دی.

‘بې تصدیق بیانونو او الزاماتو څخه ډډه کول او له منفي افواګانو څخه خبر اوسېدل پکار دی. په جذباتو کې هېواد او د خلکو دښمن عناصر ته د ګټې اخیستنې موقع مه ورکول پکار دی.

په بنو کې د پوځي چاوڼۍ په وروستي برید او د عسکري وسله والو د ختمولو لپاره په پوځي عملیات ‘عزم استحکام’ باندې د جمعې په ورځ په احتجاج کې د ډزو په نتیجه کې یو کس ووژل شو او څو تنه ټپیان شول.

له افغانستان څخه ۴۰ کیلومتره په فاصله کې موقعیت لرونکي بنو کې د دې نوي پوځي عملیات په اړه له ۱۰ زره زیاتو کسانو په سپینو جنډو د امن غوښتنه کوله.

عیني شاهدانو او چارواکو وویل چې د جمعې په ورځ شوې احتجاج هغه وخت په تشدد واوښت کله چې لاریون کوونکي د یوې پوځي تاسیساتو دیوالونو ته نژدې ورسېدل او ډزې پیل شوې.

په پېښور کې یوه استخباراتي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اے ایف پي ته ویلي و: ‘هغوی (مظاهره چیان) د پوځ پر ضد نعرې وهلې او ځینو کسانو په ودانۍ د ډبرو ګزارونه پیل کړل، چې پوځ د هوايي ډزو په کولو سره جواب ورکړ، چې په نتیجه کې یې ګډوډي رامنځته شوه.’

له مظاهره چیانو سره د خبرو په وخت د خیبرپښتونخوا د صحت وزیر پختون یار وویل چې لږ تر لږه یو کس په دې مظاهره کې ووژل شو.

هغه پر پوځ په مظاهره چیانو باندې د ډزو کولو تور ولګاوه او ویې ویل: ‘د مظاهرې په دوران کې پر ما او زما نژدې ولاړو خلکو مستقیم ډزې وشوې. دا یوازې هوايي ډزې نه وې. د دې مقصد موږ وژنه وه.’

پرلت

په بنو کې د امن پاسون (امن کمیټي) د وروستیو حملو، عسکریت پسندۍ د ختمولو او نورو پوځي عملیاتو پر ضد نن شنبه د سهار راهیسې په احتجاج دهرنا شروع کړی دی.

په بنو کې یو صحافي، منظور الدین، وویل چې دا دهرنا د بنو ښار په پولیس لاینز چوک کې ورکول شوی دی، چې د بنو کنټونمنټ د مرکزي داخلي لارې بلکل مخې ته دی.

هغه وویل چې د پولیس لاینز چوک شاوخوا پولیس ډېر نفري هم تعینات کړی شوی دی.

د جمعې په ماښام د بنو ضلعي انتظامیې او د امن کمیټي مشرانو ترمنځ مذاکرات بې نتیجې ختم شول.

منظور الدین وویل چې د بنو پاسون مشران به د شنبې په دهرنا کې په خپل راتلونکي لایحه عمل خبرې وکړي او تر ماښام پورې یې اعلان تمه کیږي.

له دې مخکې، د دوشنبې په ورځ په بنو کې یو ځانمرګي بمبار د بارودي موادو څخه ډک ګاډي په چاودنه کې د چاوڼۍ د کومانډو پوستې سره نزدې ځان والوزاوه، چې په نتیجه کې یې اته پاکستانی پوځیان ووژل شول او ۱۰ شدت پسند هم ووژل شول.

پاکستاني پوځ ویلي و چې په دې کې د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال شامل وو، چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.

له دې مخکې، د پاکستان حکومت سږ کال بې له تفصیلاتو اعلان کړی و چې پوځ د افغانستان سره په سرحدونو کې د شدت پسندۍ د ختمولو لپاره نوي کمپاین شروع کوي، چې د طالبانو حکومت بیا اقتدار کې د راتلو نه وروسته زیات شوی دی.

ایچ آر سي پي د بنو په پېښو باندې تشویش څرګند کړ

د بشري حقونو په اړه فعالیت لرونکې هیومن رائٹس کمیشن آف پاکستان (ایچ آر سي پي) په خیبرپښتونخوا کې د بنو په ښار کې د جمعې په ورځ پر امن مظاهره چیانو باندې د امنیتي ځواکونو د مبینه ډزو په نتیجه کې د وژنو او خلکو د ټپي کیدو باندې تشویش څرګند کړی دی.

د ایچ آر سي پي دفتر څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په بنو کې احتجاج کوونکي له زرګونو کسانو څخه عسکریت پسندۍ د ختمولو او نورو امنیتي عملیاتو د نه کولو غوښتنه کوله او د سیمې د امن او ثبات لپاره د اوږدې مودې څخه غوښتنه کوي.

په بیان کې ویل شوي: ‘د ریاست له لوري د خلکو د ژوند د حق او د پر امن غونډې د ازادۍ حق د بظاهره قصدي سرغړونه د غندنې وړ ده او داسې اقدامات د خلکو د امن غوښتنې سپکاوی څرګندوي.’

په بیان کې ویل شوي چې صوبايي او وفاقي حکومتونه باید په مظاهره چیانو او د دوی په جائز تحفظاتو ژر تر ژره پام وکړي او د مظاهره چیانو د وژنو او ټپي کیدو مسئولان باید حساب ورکونکي وګرځول شي.

ایچ آر سي پي زیاته کړه چې ‘په سیمه کې د امن او امان د بحالۍ لپاره شوي هر اقدام باندې په پارلمان کې شفاف بحث پکار دی او د اغیزمنو خلکو حقوق باید خوندي شي.’

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه