دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسېې او اوکراین ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې هيڅ د پام...

روسېې او اوکراین ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې هيڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ويب ډیسک

کريملين ويلي دي چې د روسېې او اوکراین ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې هيڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

مسکو پر کيف تور لګوي چې د روسېې له پاره د نه منلو وړ وړاندیزونو په مطرح کولو سره مذاکرات متوقف کوي.

اوکراین وايي د مذاکراتو تمایل لري، خو روسېې ته به تسلیم نشي او اولتیماتیوم یا ضرب العجل به ېې ونه مني.

روسیې د یکشنبې په ورځ په ماریوپول کې له اوکرایني ځواکونو څخه غوښتي ول چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د دوشنبې (د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) په سهار دې له ښاره ووځي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د دوشنبې په ورځ پر اروپايي رهبرانو غږ وکړ چې پر روسېې باندې خپلې ټولې تجارتې معاملې بندې کړې تر څو مسکو دې ته اړ شي چې پر اوکراین باندې خپل پوځي یرغل چې میاشت ته نژدې شوی، ودروي.

زیلنسکي په یوه ويډيو کې رهبرانو ته په خطاب ويلي دي: «مهرباني وکړئ د روسېې د جګړیزو وسلو سپانسري مه کوئ. خپل ټول بندرونه مو د هغوی پر مخ بند کړئ. هغوی ته خپل مالونه مه صادروي.

د انرژۍ سرچېنې رد کړئ. پر روسيې باندې فشار راوړئ چې له اوکراینه ووځي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه