د افغانستان د واکمن حکومت د استخباراتو اړوندو سرچینو ادعا کړې چې د مقاومت جبهې یو مشهور قوماندان، حسیب «قوای مرکز»، یې په یوه پېچلي عملیاتو کې وژلی دی.
دغو سرچینو تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو د ځای او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي.
په همدې حال کې، د مقاومت جبهې ویاند عبدالله خنجاني د حسیب «قوای مرکز» وژل کېدل رسماً تایید کړي دي.
حسیب «قوای مرکز» د مقاومت جبهې له مشهورو قوماندانانو څخه بلل کېده او په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې یې په وسلهوالو فعالیتونو کې ونډه لرله.
تر اوسه د د افغانستان واکمن حکومت په رسمي ډول د نوموړي د وژل کېدو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي او د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلواک معلومات هم محدود دي.


