پزشکیان: د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ خنډونه باید لرې شي

0
62

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره باید شته خنډونه هوار او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

د ایران د کابینې په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د دغه هېواد د کرنې وزیر د سفر پایلې او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو وضعیت ارزول شوی دی.

په غونډه کې د ګمرکي چارو ستونزې، د پولې په دروازو کې د تګ راتګ محدودیتونه او د سوداګریزو توکو د لېږد ځنډ د سوداګرۍ د پراختیا له مهمو خنډونو وبلل شول.

پزشکیان اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دغو ستونزو د هواري لپاره ګامونه واخلي. د غونډې د معلوماتو له مخې، افغان لوري هم له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا ښودلې ده.