د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۹مه، ویلي چې په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست کې د درنو بارانونو او سېلابونو امکان شته. د اټکل له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
ادارې زیاته کړې چې د هېواد په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو سیمو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته. د دغو بادونو چټکتیا په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې اټکل شوې ده.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د روان کال له پیل څخه تر اګست پورې په افغانستان کې له ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


