په خیبر کې سېلاب د افغانستان پر لور روانې کورنۍ ګاډي اوبو وړې، ۳ کسان مړه شوي

0
77

د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې د سختو بارانونو له کبله راوتلي ناڅاپي سېلاب د افغانستان د یوې کورنۍ موټر له ځان سره یووړ، چې له امله یې درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي.

د چارواکو د لومړنیو معلوماتو له مخې، مړه شوي کسان یوه ښځه، یو سړی او یو ماشوم دي. دغه کورنۍ افغانستان ته روانه وه، خو د سلطان خېل فرش په سیمه کې یې موټر د سېلاب اوبو لاندې شو.

د ژغورنې ادارې ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د ځایي خلکو په مرسته یې د لټون عملیات ترسره کړل. د ښځې او سړي مړي د جبه بند ترڅنګ او د ماشوم مړی د ماماجي کلي په سیمه کې وموندل شول. چارواکي وایي، له اړینو قانوني چارو وروسته به مړي خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.

په دې پېښه کې نهه نور کسان هم ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د لنډي کوتل ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي وو. د روغتون مسؤلین وایي، د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی او له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

سختو بارانونو او سېلابونو د لنډي کوتل په بېلابېلو سیمو کې سړکونو، کورونو، کرنیزو ځمکو او موټرو ته هم زیانونه اړولي دي. سیمه ییزې ادارې او د ژغورنې ډلې د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو کسانو سره د مرستو چارې روانې ساتلې دي.