د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د امریکا سره د کړکېچ د کمولو لپاره د بېلابېلو منځګړو له لارې ډیپلوماتیک تماسونه دوام لري او تهران ته یو شمېر وړاندیزونه هم رسېدلي دي.
هغه په تهران کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، د ایران وسلهوال ځواکونه خپلې پوځي چارې پر مخ وړي او ورسره د هېواد ډیپلوماتیکه اداره هم په فعاله توګه خپلې دندې ترسره کوي. د ده په وینا، په وروستیو ورځو کې ډیپلوماتیک فعالیتونه زیات شوي او د منځګړو له لارې ځینې وړاندیزونه ایران ته سپارل شوي، خو د هغو د جزییاتو له څرګندولو یې ډډه وکړه.
بقایي زیاته کړه، منځګړي هڅه کوي چې سیمهییز کړکېچ نور هم پراخ نه شي او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره زمینه برابره شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د قطر له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي اوربند او د خبرو د بیا پیل په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم تازه قطر ته سفر کړی و، چې د رسمي تعزیت ترڅنګ یې له قطري چارواکو سره لیدنې هم کړې دي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د هرمز تنګي د نړیوالې بېړۍ چلونې د خوندي ساتلو مسؤلیت یوازې د امریکا نه، بلکې د نورو هېوادونو هم دی.
هغه د فلیپین پر لور د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، امریکا یوازې هغه ایراني مرکزونه په نښه کوي چې د ده په وینا د سوداګریزو بېړیو پر ضد د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره کارول کېږي.
روبیو ټینګار وکړ چې هرمز تنګی باید د نړیوالې بېړۍ چلونې لپاره خوندي او پرانیستی پاتې شي. هغه وویل، که ایران د نړیوالو سمندري تګلارو خلاف عمل وکړي، د سیمې امنیت به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، واشنګټن لا هم د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي او که د خبرو اترو زمینه برابره شي، امریکا به یې هرکلی وکړي. هغه دا هم وویل چې ایران له اقتصادي ستونزو او کورنیو اختلافونو سره مخ دی او د ده په اند، ډیپلوماتیکه لاره د روان کړکېچ د هواري لپاره تر ټولو مناسب انتخاب دی.


