یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ :ایران پر وړاندې موږ په عسکري توګه بریالي شوي یو، بزدلې...

ټرمپ :ایران پر وړاندې موږ په عسکري توګه بریالي شوي یو، بزدلې ناټو متحدینو موږ سره دوکه وکړه

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګنده کړې چې دوی د ایران پر وړاندې روانه جګړه په عسکري توګه ګټلې ده. هغه په خپل پیغام کې چې په ټولنیزه شبکه “ټروتھ سوشل” کې یې خپور کړی، د ناټو پر متحدینو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې موږ به هېڅکله هېر نه کړو چې ناټو متحدینو د ایران په موضوع کې له مرستې انکار وکړ.

ډونلډ ټرمپ وروسته په یوه بل بیان کې دا ژمنه بیا تازه کړه چې هغه به هېڅکله ایران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې اوس په ایران کې داسې مشران نه دي پاتې چې ورسره خبرې وشي.

ناټو هېوادونه بزدل دي: د امریکا ولسمشر

ډونلډ ټرمپ د ناټو پر متحدینو خپله غوسه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا هېوادونه د هرمز تنګي کې له مرستې ډډه کوي خو د تېلو د لوړو بیو په اړه شکایت کوي. هغه د ایران پر وړاندې په جګړه کې د نه همکارۍ له امله د ناټو غړي هېوادونه “بزدل” وبلل.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي: “له امریکا پرته ناټو یوازې یوه تشه ځواک دی. دا هېوادونه نه غوښتل چې د ایران د اټومي ځواک کېدو مخنیوي جګړه کې برخه واخلي، او اوس چې دا جګړه د دوی لپاره په لږ خطر سره عسکري توګه حل شوې ده، دوی د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي، حال دا چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره مرسته نه کوي. د تېلو د بیو لوړېدو یوازینی لامل همدا دی. دا کار د دوی لپاره ډېر اسانه او لږ خطرناک دی، خو دوی بزدل دي او موږ به یې دا چلند په یاد وساتو.”

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ په ایسټ هال کې د امریکا د سمندري اکاډمۍ د فوټبال ټیم ته د “کمانډر ان چیف ټرافي” د ورکولو مراسمو پر مهال وشوې.

د خارګ ټاپو محاصره او د سمندري امنیت پلان

له دې مخکې، ویبپاڼې “ایکسیوس” راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره پر داسې پلانونو غور کوي چې د ایران د فشار لپاره د خارګ ټاپو کنټرول واخلي یا یې محاصره کړي، څو د هرمز تنګی بېرته پرانستل شي.

ورځپاڼې “وال سټریټ ژورنال” د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا د هرمز تنګي په سر خپل عسکري عملیات زیات کړي او د کښتۍ چلولو د خوندي کولو لپاره نور جنګي بېړۍ هم لېږل کېدای شي. واشنګټن ویلي چې د پنټاګون د پلان له مخې، د ایران کښتۍ په نښه کولو لپاره جنګي الوتکې او اپاچي چورلکې کارول کېږي. دا عملیات ښايي څو اوونۍ دوام وکړي څو د سوداګریزو بېړیو لپاره د هرمز تنګی بېرته پرانستل شي.

د یادونې وړ ده چې د هرمز تنګی له لارې د نړۍ د خام تېلو او مایع ګاز شاوخوا پنځمه برخه تېرېږي، او د کښتۍ چلولو ګډوډي د نړیوالې عرضې کمښت او د بیو لوړوالي سبب شوې ده، چې د تېرو دوو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. په امریکا کې د سون توکو د بیو لوړېدل د سیاسي مشرانو لپاره جدي اندېښنه ده، ځکه چې دا د انفلاسیون د زیاتېدو لامل کېږي او پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو فشار زیاتوي.

تېره سې شنبه، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا پرمختیايي مالي ادارې ته امر وکړ چې په خلیج کې د سمندري سوداګرۍ لپاره بیمه برابره کړي، او ویې ویل چې د امریکا سمندري ځواک به د اړتیا په صورت کې ډېر ژر د تېلو لېږدونکو بېړیو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه