یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان کابل او شاوخوا ولایتونه ۵.۸ درجې زلزلې ولړځول

د افغانستان کابل او شاوخوا ولایتونه ۵.۸ درجې زلزلې ولړځول

ویب ډیسک

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، څو شېبې وړاندې د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک ښار څخه شاوخوا ۳۸ کیلومتره شمال ختیځ کې ۵.۸ درجې زلزله ثبت شوې ده.

د زلزلې ژوروالی ۹۰.۷ کیلومتره ښودل شوی دی.

ټکانونه په کابل، بګرام، پنجشېر، خوست او شاوخوا ولایتونو کې هم حس شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا زلزه په خیبرپښتونخوا او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوې ده.

تراوسه په افغانستان کې د ځاني یا مالي زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه