یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن د افغانستان پر ستونزو په اسلام...

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن د افغانستان پر ستونزو په اسلام اباد کې دايريږي

ويب ډیسک

د اسلامي همکاريو سازمان نن د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان پر بشري او اقتصادي ستونزو غونډه ترسره کوي، چې په کښې د دغه سازمان د غړو هېوادونو په ګډون د امريکا، روسيې، چين او بريټانيا استازي هم ګډون کوي.

 

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د ه ډسمبر د ماشتي پر ۱۸ مه نېټه د دې غونډې لپاره د يوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسيد.

نوموړي له حرکت مخکې په کابل هوايي ډګر کې له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، چې هیڅچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورو په کار اخيستلو نور هېوادونه وګواښي.

 

د افغانستان د سرپرست حکومت د وياند مرستيال احمدالله وثيق دغه غونډه ډېره مهمه او ګټوره بللې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه