یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعربستان :د افغانستان د روان وضعیت سقوط به ګډوډۍ او سیمه ییزې...

عربستان :د افغانستان د روان وضعیت سقوط به ګډوډۍ او سیمه ییزې او نړۍوالې اغېزې ولري.

ویب ډیسک
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د ترهګرو او افراطي ډلو لپاره د پناه ځای په توګه نه کارول کېږي.

شهزاده فیصل بن فرحان د اسلام اباد په سرمشریزه کې وویل، «د افغانستان د امنیت او ثبات ساتنه د نړېوالې ټولنې لومړیتوب دی.»

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د روان وضعیت سقوط به ګډوډۍ او سیمه ییزې او نړۍوالې اغېزې ولري.

هغه ټینګار وکړ چې نړۍ باید د افغانانو له لوري د بشري کړکېچ پر وړاندې غبرګون وښيي.

شهزاده فیصل زیاته کړه: «موږ له نړۍ والې ټولنې غواړو چې د افغانستان وضعیت نور خرابېدو ته مخه ونه کړي.»

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د سعودي هوايي او ځمکنی پل جوړ شوی دی.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز دوه د امداد الوتکې افغانستان ته واستولې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه