یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ايران د اټومي تړون د بیا پلي کېدو په اړه د...

د ايران د اټومي تړون د بیا پلي کېدو په اړه د امريکا او ايران تر منځ خبرې اترې پای ته ورسېدې

ويب ډیسک

د ايران د اټومي تړون اړوندو خواوو د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه په ويانا کې موافقه وکړه چې د ياد تړون د بیا پلي کېدو په اړه د امريکا او ايران تر منځ د ۷مې دورې خبرې اترې پای ته ورسېدې او د نوي دورې خبرې اترې به د سږ کال د پای ته رسېدو مخکې بيا پيل شي.

د ايران د اټومي تړون د ارتباطاتو کمېټې د سياسي برخي د عمومي رياست غونډه په همدې ورځ ماسپښين په ويانا کې جوړه شوه، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پروګرام مرستيال منشي انريک مورا يې مشري کوله.

د ايران، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني استازو په دغه غونډه کې برخه اخيستې وه.

په ويانا کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د چين دايمي استازي وانګ چون هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه