دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزموږ د ازادې د جګړې پای د یوې بلې ذلیلي غلامې پيل...

زموږ د ازادې د جګړې پای د یوې بلې ذلیلي غلامې پيل وي!

 

لیک : رحمت اندړ

افغانانو څلور لسیزې د ازادې جګړه وکړه، خو هر ځل له جګړې وروسته ملت دغسې حالت ته ورسېږي چې په تېره غلامې شکر وباسې.

ازادې دېته نه ویله کېږي چې د ملت له غاړې د غلامې یوه کړۍ وباسې او بله ور واچوي.

د ازادې جګړه هیڅکله د بل چا پر شتمني او علم نه کېږي، نه ګټله کېږي او نه دېته ازادې ویله کېږي چې ته د لومړې دوښمن پر مرسته دوه یم دوښمن ووهي او بیا بېرته لومړي دوښمن ته بې اسرې او بې وسلي پاته شي.

زموږ د ازادې د جګړې پای د یوې بلې ذلیلي غلامې پيل وي، دا ځکه چې موږ د ازادې جګړه په خپل مټ او زور نه وي کړي، بلکې د جګړې لپاره مو اراده هم خپله نه وي؛ نو د بل پر اراده، مټ او زور هیڅکله جګړه نه ګټله کېږي.

دا د جګړې ګټل نه دي چې ملت د غلامي له ذلته د خلاصون په نامه د لوږي او فقر په ذلت اخته کړي، بې کور او بې اوره یې کړي، بې سرپرسته او بې تعلیمه یې کړي، پردیو هېوادونو ته یې اړ او محتاج کړي…

دا هم د جګړې ګټل نه دي چې خپل ولس او ملت در څخه په منډه وي، له هر ځل جګړې ګټلو وروسته په لکونو تعلیم یافته افغانان هېواد پرېښوولو ته اړ شي، پانګوال په تېښته شي، روغ سیسټم له منځه ولاړ شي …

هر شی خپل قیمت لري، موږ هر ځل د ازادې او خپلواکې ډېر لوړ قیمت ادا کړی، خو بیا هم ازاد او خپلواک شوي نه یو.

دا باید ومنو چې دریم صنف هېوادونه ازاد او خپلواک نه دي، یو نه یو ډول د زبر ځواکونه تر اغېز لاندې دي، په تېره بیا هغه هېوادونه چې نظام یې په خپلو پښو نه، بلکې د بل پر ټمبو ولاړ وي.

 

د مجاهدینو د ازادې د څوارلس کلنې جګړې پای د کورنۍ جګړې پيل او د نظام تخريب وو.
د ط بانو شل کلنه جګړه تاسې ولیده چې دې ولس او ملت څومره ستونزې وګاللي، کورونه یې بمبار شو، پنځه او لس کاله بندیخانې یې تېري کړي، په انفجار او انتحار کې هره ورځ ووژل شول، له زده کړي بې برخې شوو … خو پایله یې هم تاسې په سترګو وینئ.

دا تریخ حقیقت باید ومنو چې د شل کلنې جګړې پایله دا شوه چې د ولس غاړې ته د ازادې په نامه د غلامې يوه بله تنګه کړۍ ور ولویده او هغه نيمه په پښو ولاړ نظام چې د ولس هيلي پسې تړلي وي له منځه ولاړ.

موږ چې تر څو خپل په پښو ولاړ نظام نه وي لرلی، باید د ازادې خبره ونکړو د غلامې په توپېر بحث وکړو چې تېره یې ښه وه او که اوس ښه ده.

حل لاره څه ده؟
موږ هغه وخت ازاد او خپلواک ژوند کولای شو چې پر خپله پوهه او شتمنې ولاړ نظام ولرو. د ډلې واک ته رسیدل د نظام په مانا نه دی.

نظام باید کورنی او بهرنی مشروعیت ولري، د خپلې خاورې، ولس او ارزښتونو د ساتلو لپاره ملي حاکمیت ټینګ کړي، قوانین جوړ کړي، کار اهل کار ته وسپاري، ډیپلوماتیکې اړیکې ولري، نورو هېوادونه پر خپلو ارزښتونو قانع کړي او …

 

نظام که هر څومره کاواکه او کمزوری یې تر نه نظام ډېر غوره دی، ځکه کمزوری نظام تر نوي نظام په اسانه جوړېږي او اصلاح کېږي.

نظام یواځې د ولسمشر، کابینې او څو سیاسیونو نوم نه دی، نظام هغه واړه سیستمونه دی چې تر یوه چتر لاندې د هېواد د پرمختګ لپاره چلېږي او چلونکې یې هغه عملیاتي مدیران دي چې د هېواد د سیاست په تبدیلي سره باید تبدیل نه شي، خو له بدبخته چې هر ځل زموږ نظام له الفه تر یا پورې ټول نړیدلی.

 

دا داسې مثال لري لکه څوک چې د سر او مال په قیمت له خپل دوښمن څخه یو ډېر قیمتي ماشین ونیسي او بیا یې هره پرزه له خپل دوښمن سره د دوښمنې په نامه بېله بېله ماته کړي.

لنډه او یوه خبره دا چې باید د خپل نظام څښتنان شو، په هر ډول چې یې جوړرولای شو باید جوړ یې کړو او چې په هر ډول یې په پښو درولای شو، باید ویې دروو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه