دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیې له افغانستانه ۳۸۰ کسان روسیې ته انتقال کړي دي

روسیې له افغانستانه ۳۸۰ کسان روسیې ته انتقال کړي دي

ويب ډیسک

د روسیې دفاع وزارت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر ولاديمیر پوتین په امر یې له افغانستانه ۳۸۰ کسان روسیې ته انتقال کړي دي.

د معلوماتو له مخې په دې ډله کسانو کې روسي، قرغزي، بيلاروسي او اوکرایني اتباع شامل دي.

د روسیې د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې درې پوځي الوتکې کابل ته رسیدلې وې او دوی په دغو الوتکو کې افغانستان ته ۳۶ ټنه بشري مرستې هم انتقال کړي دي.

روسیې تر دې وړاندې هم د اګست میاشتې تر پایه پورې له افغانستانه شاوخوا ۴۰۰ کسان ایستلي ول.

د روسیې په ګډون ډېر هیوادونه اوس په دې هڅه دي چې د افغانستان د ستونزې له پاره سیاسي حل رامنځته شي او په دې برخه کې روسیې تر دې وړاندې څو ځله د افغانستان په هکله د نړیوالو غونډو کوربتوب کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه