دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآصف درانی وايي ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په څېر...

آصف درانی وايي ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په څېر یو بل برید له افغانستان نه ترسره شي

ويب ډيسک

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې خبرداری ورکړی چې ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په څېر یو بل برید له دغه هېواده ترسره شي.

 

اېکسپرېس‌ټریبیون دوشنبه د زمري پر ۲۹مه د دراني په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د داعش حضور د سیمې او نړۍ لپاره یوه «لویه» ننګونه ده.

 

د هغه په وينا، د اوکراين او غزې جګړې له پېل وروسته نړيوالې ټولنې افغانستان هېر کړى دى.

 

درانی زیاتوي: «زه فکر کوم چې دا موضوع [افغانستان ته د نړۍ نه‌پاملرنه] کولای شي افغانستان د سپټمبر ۱۱مې له پېښې مخکې حالت ته وګرځوي چې په حقیقت کې د دغه برید لامل شو.»

 

نوموړي پاکستاني چارواکي ویلي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د خپلې سیمې د پراخېدو په حال کې ده.

 

د هغه په وينا، په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش بريدونه ښيي چې دا ډله د نړۍ پر نورو سیمو هم د بريدونو وړتیا لري.

 

همداراز د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو پر فرمانونو نیوکې کړي او په وینا یې، د دغې ډلې فرمانونه له «اسلامي اصولو» سره سمون نه لري.

 

د یادنې ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د حضور په تړاو د پاکستان ادعا تاییدوي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه