دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان: د کښتۍ ډوبیدو په پيښه کې ۲۰ کسان مړه او ډیر...

پاکستان: د کښتۍ ډوبیدو په پيښه کې ۲۰ کسان مړه او ډیر لادرکه دي

ويب ډیسک
تیر ماښام د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ښار کې په «دریا سنده» نوم سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په لسګونو ښځې او ماشومان پکې سپاره ول. دوی د واده په مراسمو کې د ګډون کولو له پاره له سیند څخه اوښتل چې کښتۍ یې ډوبه شوه. د چارواکو په وینا له سیند څخه تیریدونکو دوو کښتیو کې چې یوه ترې چپه او ډوبه شوه، پکې ۱۵۰ کسان سپاره ول.
د چارواکو په وینا په ډوبې شوې کښتۍ کې تر ګنجایش زیات یعنې ۹۵ تنه سپاره ول. سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دویمه کښتۍ سپرو کسانو د ډوبې شوې کښتۍ نږدې ۳۰ کسان ژغورلي دي. تر پيښې وروسته ژغورونکي پرسونل له سیند څخه ۲۰ مړي را ایستلي دي چې ۱۹ پکې ښځې دي. د پاتې کسانو پسې لټون دوام لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه