راپور: عزیز سباون
د افغانستان د پخواني ټاکل شوي حکومت د پارلمان د زیاتره غړي د هیواد پر ستونزو باندي په انلاین ډول غونډي پیل کړې.
تیره ورځ سناتورانو د افغانستان د ولسي جرګې د مخکني رييس ”مير رحمان رحماني“ په مشرۍ کې په انلاین بڼه غونډه ترسره کړي.
تیر کال په افغانستان کې
د طالبانو له راتګ او د افغانستان د اساسي قانون په ګډون د جمهوري نظام له منځه د تللو وروسته دا لومړی اقدام دی چې د طالبانو له حکومت سره په موازي ډول ترسره کېږي،
په غونډه کې برخه اخیستونکي غړي ادعا کوي چې د جرګي د مشر تر ځایناستي، د استازو تر ټاکلو او د ولسي جرګې تر جوړېدو پورې به دوی خپلو دغه انلاین غونډو ته وده ورکوي.
د دغي غونډي د کډونوالو له لوري په خپرهشوې اعلامیه کې تر وسه دا نه ده روښانه شوي چې په دې غونډه کې چا او څومره کسانو ګډون کړی و.
د افغاستان د ولسي جرګي پخوانې غړي وایې هره اونۍ به درې ځلي انلاین غونډي کوي.
خو په يوه بله اعلاميه کې چې د افغانستان د ولسي جرګې د غړو له خوا خپره شوې، د پخوانۍ ولسي جرګې د دارالانشاء د عمومي رييس عبدالقادر ځاځي وطندوست له خولې ويل شوي چې دوى د نړۍ د پارلمانونو د اتحاديې، مدني ټولنو او رسنیو په همکارۍ خپل کار ته دوام ورکوي او د پارلمان د غړو آنلاین غونډې به په اونۍ کې درې ورځې په منظمه توګه ترسره کېږي.
د ښونکو په خبره د افغانستان د ولسي جرګې غړو د لومړۍ غونډې په ترسره کولو سره د طالبانو له حکومت سره په موازي ډول خپل موجودیت اعلان ول و او ښايې دا لومړی ګام وي چې په سیستماتیک او اصولي ډول د طالبانو سېمه ییز مشروعیت وننګوي.
طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.


