دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شهباز شريف سفر د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د ژورو...

د شهباز شريف سفر د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د ژورو تاريخي تعلقاتو نښه ده

ويب ډيسک

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د مارچ له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې سعودي عربستان ته په څلور ورځني رسمي سفر د چهارشنبې په ورځ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره جدې ته ورسېد.

د مکې مرستیال والي شهزاده سعود بن مشعل السعود د لومړي وزیر تود هرکلی وکړ.

وزيراعظم سره يو لوړ پوړي پلاوي هم ملګرى ؤ چې پکې مرستيال وزيراعظم اؤ خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، د پنجاب وزيراعلي مريم نواز اؤ يو شمير مهم وفاقي وزيران اؤ لوړپوړي چارواکي شامل دي.

د پاکستان وزيراعظم به د دورې په مهال د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقاتونه كوي په كوم كښې به چې دواړه مشران د تجارت د ودې، په مهمو څانګو كښې د ملګرتياو پراخولو او د پراخې اقتصادي مرستې په اړه خبرې اترې كوي.

د متقابلو ګټو او اندیښنو مسئلې، په شمول د نړیوالو او سیمه ایزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د غزې وضعیت، په منځني ختیځ کې رامنځته کیدونکي تحرک او همدارنګه د اسلامي امت اړوند مسایل به د اجنډا په سر کې وي.

د وزيراعظم سفر د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د ژورو تاريخي تعلقاتو نښه ده او د دوه اړخيزه پوهاوي، تجارت، سرمايه کارۍ او په دوه اړخيزه، سيمه ايزو او نړيوالو مسلو د ښه سفارتي همغږۍ د زياتولو لپاره به لاره هواره کړي.

پاکستان او سعودي عربستان ژورې دوستانه اړیکې لري. دواړو هېوادونو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د ۲،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۴ تړونونه لاسلیک کړل.

د سعودي عرب د سرمايه کارۍ وزير خالد عبدالعزيز الفالح په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان دوره کړې چې اقتصادي شراکت ته وده ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه