یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۳۵۰ کسان مړه شوي دي. 

افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۳۵۰ کسان مړه شوي دي. 

ويب ډيسک

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او)اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د حادو تنفسي ناروغیو له کبله ۳۵۰ کسان مړه شوي دي.

 

دغه سازمان د کب پر ۲۹مه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې په راپور کې زیاته کړې چې په دې موده کې ۱۷۱ زره او ۶۵۹کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

 

د راپور له مخې، دا شمېره د جنورۍ میاشتې پرتله ۱۶.۷ سلنه کمښت ښيي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د کمښت لامل د هوا ګرمېدل بللې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه