چمن کې د کم‌عمره نجلۍ د واده په تړاو پلار نیول شوی

0
72

د بلوچستان په چمن کې هغه کس، عبدالبارۍ، نیول شوی چې د یوې کم‌عمره نجلۍ پلار دی او لور یې په کچلاغ کې له یوه بوډا سړي سره واده شوې ده.

د چمن مرستیال کمېشنر حبیب بنګلزۍ وایي، عبدالبارۍ په چمن کې نیول شوی او له کوټې پولیسو سره د دوسیې د ثبت او د نوموړي د سپارلو په اړه خبرې روانې دي.

چارواکي وایي، د دې پېښې څېړنه له کچلاغ کې د یوې بلې ۱۵ کلنې نجلۍ له وژنې سره د احتمالي تړاو له پلوه هم کېږي. د هغې پېښې د اصلي تورن د نیولو هڅې هم روانې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي د پېښې خبر اخیستی او چارواکو ته یې د موضوع د ټولو اړخونو د څېړلو او د ښکېلو کسانو پر وړاندې د قانوني اقدام لارښوونه کړې ده.

د اعلی وزیر د رسنیو او سیاسي چارو سلاکار شاهد رند وایي، پولیسو او ضلعي ادارې ته ویل شوي چې د اصلي او نورو احتمالي تورنو د نیولو هڅې چټکې کړي.

نوموړي ویلي، هېڅوک به له قانون څخه پورته ونه ګڼل شي او د نجلۍ د خوندیتوب او عدالت د برابرولو لپاره به لازم اقدامات کېږي. هغه زیاته کړې چې د څېړنو پر مهال ترلاسه کېدونکي ټول معلومات به د قانون له مخې وکتل شي.

چارواکي وایي، بلوچستان د کم‌عمره ودونو پر وړاندې قانون لري او د دغه قانون سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.