د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې دفتر ویلي، چې په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس د لومړي ډول (WPV1) څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.
د سازمان د معلوماتو له مخې، درې پېښې په کندهار او یوه په بغلان ولایت کې ثبت شوې ده. په کندهار کې ثبت شوې درې پېښې د ۵، ۱۲ او ۱۸ میاشتو عمر لرونکو نجونو او هلکانو پورې اړه لري، په داسې حال کې چې په بغلان کې یوه پېښه د ۴۲ میاشتنۍ نجلۍ ده.
د راپور له مخې، د دغو څلورو پېښو نښې د اګست په ۴مه، ۱۴مه، ۱۶مه او ۲۸مه پیل شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغو پېښو ویروسونه د افغانستان په سوېلي سیمه کې په سیمهییزه کچه خپرېدونکي ویروسونه دي.
له نویو پېښو سره، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د وحشي پولیو د تایید شویو پېښو شمېر ۲۹ ته رسېدلی دی.


