د هند دایمي استازي پرواتهنېني هریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پر سوداګرۍ او ترانزیټ د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هریش ویلي، افغانستان یو په وچه کې راګیر هېواد دی او د دغه هېواد پر سوداګریزو او ترانزیټي لارو محدودیتونه د نړیوالو اصولو له مخې د پوښتنې وړ دي.
د نوموړي په وینا، دا ډول محدودیتونه د ملګرو ملتونو له پرېکړو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو، د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بلل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان ته باید د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د نړیوالو اصولو پر بنسټ د تګ راتګ او اقتصادي اړیکو زمینه برابره وي.


