دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل : ننني چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل : ننني چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ويب ډیسک

د کابل په لویدیځه برخه کې د دوو چاودنو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي دي چې لومړۍ چاودنه د کابل ښار د ۱۳ حوزې اړوند د دشت برچي په نقاش سیمه کې شوې یو ملکي کس پکې وژل شوی او شپږ پکې ټپیان شوي دي. چاودنه پر یوه ټونس ډوله موټر شوې ده.

غیر رسمي شمیرې د پنځو کسانو د وژل کیدو خبره کوي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيې چې موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

دوهمه چاودنه یوه ساعت وروسته دغه ځای ته څیرمه د دریمې حوزې اړونده سیمه کې هم پر یوه موټر شوې.

په دغه چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او څلور نور پکې ټپیان شوي دي. ظاهرا په موټر پورې یو مقناطیسي بم نښلول شوی وو.

دا له تیرې شنبې ورځي راهیسې څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کیږي. د دغو چاودنو مسئولیت لا تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخیستی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه