ويب ډیسک
د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د عرضه کولو معين عبدالباري عمري وايي، چې د کرونا د تشخیص او تداوۍ او له دغه مرض سره د مبارزې لپاره د بهرنیو سازمانونو او موسساتو مرستې بندې شوې دي.
عبدالباري عمر رسنيو ته ویلي دي، چې نړیوال بانک او اروپايي اتحاديې ژمنه کړی وه چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به د کرونا د وايرس پروژه تمویلوي خو د تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې آن د کرونا د برخې د روغتیايي کارمندانو معاشونه نه دي ورکړي دي.


