دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل :رئیس الوزرا عربو اماراتو ته په سفر لاړ ده

کابل :رئیس الوزرا عربو اماراتو ته په سفر لاړ ده

ویب ډیسک

د طالبانو د حکومت ريیس الوزراء محمد حسن اخند چې د ملګروملتونو د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د زمري په ٢٦مه) د شپې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې هغه د معایناتو په موخه یاد هېواد ته تللی، خو د سفر نېټه یې نه‌ده په ډاګه کړې.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې محمد حسن اخوند د دې سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دولت ريیس محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي او نوموړي د هغه د روغتیا پوښتنې تر څنګ ویلي، هېواد یې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژيکو اړیکو مشرې افرا الحمیدي هم د جمعي په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دې هېواد ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان، د افغانستان له رییس الوزرا سره چې د عربي اماراتو په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا د دې سفر په اړه د لا زیاتو جزیاتو لپاره مو د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو هغه د ازادي راډیو پوښتنې يې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا محمد حسن اخند دا سفر په‌داسې حال کې دی، چې د دوی د حکومت هغه چارواکي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي، حق نه‌لري د دې شورا له اجازې پرته سفر وکړي.

خو دا چې نوموړي د سفر اجازه درلوده که نه، معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې دا د طالبانو د بیا واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا لومړنی بهرنی سفر دی.

د حقوقي چارو یو شمېر پوهان هم وايي، له اجازې پرته د ملګروملتونو په بندیزونو کې د شاملو چارواکو سفرونه له بشري قوانینو سرغړونه ده.

یو له دوی څخه اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: “د لوړ پوړو رهبري کړۍ سفرونه بېلابېلو هېوادونو ته چې د ډېریو نومونه یې د نړیوالو ادارو په تور لېست کې شامل دي، خو بیا هم سفرونه کوي، زه ویلی شم چې دا د بشري قوانینو او حقوقو له ادرسه یوه بله سرغړونه ده.”

د حقوقي چارو یو بل کارپوه، حکمت‌الله حکمت بیا وايي، د طالب چارواکو یو شمېر سفرونه د ملګروملتونو امنیت شورا ته راجع کېږي نه او د افغانستان د اوسني چارواکو په توګه دوی پرته له اجازې د سفر حق لري.

نوموړی وايي: “د دغو سفرونو یوه برخه یې د هغې کمېټې په اجازه باندې کېږي، کوم چې په ملګروملتونو کې شتون لري، ولې ډېری سفرونه دې کمېټې ته اصلا راجع کېږي نه، هغو حکومتونو سره دوی توافق کوي، کوم ته چې دوی سفرونه کوي.”

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دي، بهرني سفرونه ترسره کړي دي، چې بیا ویل شوي د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه یې اجازه ترلاسه کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ادارې په‌دې لېست کې د ملا محمد حسن اخند په ګډون د طالبانو حکومت د ۶۱ هغو چارواکو نومونه شامل دي چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

دغه طالب چارواکي د ملګروملتونو د امنیت شورا له لوري د بشري حقونو په نقض، د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو او د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه