دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا،ا له بیا واکمنېدو وروسته، لږ تر لږه ۳۲ څارنوالان وژل...

د ا،ا له بیا واکمنېدو وروسته، لږ تر لږه ۳۲ څارنوالان وژل شوي دي

ويب ډيسک

فاکس نیوز شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، لږ تر لږه ۳۲ څارنوالان وژل شوي دي.

دغې شبکې شنبه د زمري پر۲۷مه، د افغانستان د تېر نظام د څارنوالانو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې په دې موده کې شاوخوا ۱۰۰ نور څارنوالان ټپیان شوي دي.

یوه افغان څارنوال دې شبکې ته ویلي چې اوسمهال د پخواني حکومت ۵۰ نور څارنوالان د طالبانو په بند کې دي او د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د هغو اسنادو له مخې چې دغه څارنوال فاکس نیوز ته ورکړي، له ۳۲ وژل شویو څارنوالانو درې یې ښځې دي.

د اسنادو له مخې، دغه څارنوالان په عمومي ځایونو یا خپلو کورونو کې د نامعلومو کسانو یا د طالبانو د جنګیالیو لخوا وژل شوي دي.

دغه څارنوال چې په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، اټکل کړی چې شاوخوا زرو څارنوالانو اروپایي هیوادونو ته پناه وړې او شاوخوا ۱۵۰۰ نور لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي.

بلخوا د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ د ځواکونو يوه پوځي جومایدا چې تر ۲۰۱۹ کال پورې يې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کاوه، فاکس نیوز ته ویلي چې طالبان ښارونو ته د ځانګړو ځواکونو په لېږلو او جوماتونو ته د لیکونه په استولو سره د تېر نظام د څارنوالانو د پیدا کولو په لټه کې دي.

فاکس نیوز ویلي چې په امریکا کې ځینې وکیلان د افغان څارنوالانو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

د لوئیزیانا څارنوال هیلار مور څرګنده کړې چې له سلګونو افغان څارنوالانو سره چې اوس یې د مرستې غوښتنه کړې، په تماس کې دی..

سره له دې چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو په تېرو درېیو کلونو کې د دې ډلې د غړو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت د څارنوالانو د وژلو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه