یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شوی

افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شوی

ويب ډيسک

د امریکا د استازو  جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې طالبانو افغانستان د نړۍ په کچه د «ترهګرو» لپاره په خوندي پناه ځای بدل کړی دی.

دغې کمیټې جمعه د زمري ۲۶مه د امریکایي ځواکونو د وتلو د درېیمې کالیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو جلب او جذب زیات شوی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن د وینا او په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د امریکا د سفارت پر سر د چورلکو د الوتنو د ویډيو په خپرولو سره له افغانستانه د  واشنګټن وتل په ویټنام کې د امریکا د سفارت له پرېښودو سره پرتله کړي دي.

د دې کمیټې په وینا، په کابل کې امریکایي ډیپلوماټان د ویټنام په څېر د سفارت له بامه په چورلکو کې وتلي دي.

امریکا په ویټنام کې هم له شل کلن حضور وروسته په ۱۹۷۵ کال کې خپل کارکوونکي د ویټنام په پلازمینې سایګون کې د امریکا د استخباراتو سازمان (سي آی اې) له ودانۍ په چورلکو کې اېستلي وو.

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي دي: «اوس د داعش خراسان ترهګره ډله د غوړېدو په حال کې ده او طالبانو افغانستان د نړۍ په کچه د ترهګرو لپاره پر خوندي پناه ځای بدل کړی دی.»

دې کمیټې ټینګار کړی چې د بایډن حکومت باید له افغانستانه د «ناوړه» وتلو په اړه ځواب ویونکی وي.

د یادونې وړ ده چې امریکا له شل کلن حضور وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووته او طالبانو ته یې د بیا واکمنېدو زمینه برابره کړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه