یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيا،ا په کندهار کې د چکې ( لډو) په لوبې بندیز ولګاوو

ا،ا په کندهار کې د چکې ( لډو) په لوبې بندیز ولګاوو

ويب ډيسک

د کندهار سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ د «لډو» لوبې له کولو څخه ځوانان منع کړي دي.

سرچینې رسنیو ته ویلي، طالبانو جمعه د زمري پر ۲۷مه د دغه ولایت په تفریحي ځایونو کې ځوانانو ته امر کړی چې د دغې لوبې له کولو ډډه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ځوانانو ته خبردارى ورکړى چې که دا امر یې پلي نه کړ، بنديان او مجازات به شي.

ورته مهال، د کندهار يو شمېر ځوانانو د طالبانو دا امر د خلکو له ازادۍ سرغړونه بللې او په وینا یې، دغې ډلې پر هر ډول تفريحي فعاليتونو بنديز لګولى دى.

دوی په ټولنیزو شبکو کې د دغه بندیز د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان د واک له ترلاسه کېدو پر هېوادوالو شدید بندیزونه لګولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه