ويب ډیسک
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي څلور کلن مهالوېش (۲۰۲۳-۲۰۲۷) له مخې به افغانستان ۲۱ ټسټ لوبې، ۴۵ یو ورځنۍ سیالۍ او ۵۷ شل اوریزې کوي.
افغانستان به له ۲۰۲۳ وروسته د اسټرالیا، بنګله دېش، هندوستان، ایرلنډ، پاکستان، نیوزیلنډ، سريلانکا، ویسټ انډیز او زمبابوې سره دا لوبې ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايه رئيس نصيب ځدران وايي، دا سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه نه دي، بلکې د افغانستان د کرېکټ بورډ په هڅو ترلاسه شوي.
ښاغلي ځدران په خپل فېسبوک ليکلي، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه بنګله دېش، سريلانکا او هند ته په همدې تړاو سفرونه درلودل او د ویسټ انډیز، پاکستان او اسټرالیا سره یې په دې اړه بیا بیا تماسونه نيولي.
د کرکټ بورډ اجرایه رئيس په وينا، د دوی د پرلپسې هڅو وروسته د اپرېل په ۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ نړيوالې شورا په غونډه کې له ۳ ورځني بحث وروسته د دغه لوبو حق ترلاسه شو او نن د کرکټ نړیوالې شورا رسماً اعلان وکړ.
ښاغلي نصيب ځدران وويل، هڅه کوو چې ټولو هېوادونو سره پر دوه اړخیزو نورو سیالیو هم خبرې وکړو، څو هغو موخو ته چې موږ یې لرو، ورسېږو.
د کرکټ نړیواله شورا په داسې حال کې د افغانستان لپاره د راتلونکو لوبو مهالوېش اعلانوي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله اوسمهال په ایرلنډ کې د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره په سياليو بوخته ده او له هغې وروسته به متحده عربي اماراتو ته په اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه ولاړه شي.


