ويب ډیسک
د سپټمبر يوولسمې د قربانيانو يو شمېر کورنيو په يوه لیک کې د امريکا متحده ايالتونو له ولسمشر جو بايډن څخه غوښتنه کړې چې د افغانانو کنګل شوې پيسې، ازادې کړي؛ ځکه چې په دې هېواد (افغانستان) کې بشري ناورين دوام لري.
هغه ليک چې د امريکا ولسمشر ته استول شوی، پکې د سپټمبر د يوولسمې د قربانيانو د کورنو ۷۷ غړو له جو بايډن څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د خلکو د کنګل شويو پيسو په تړاو خپل فرمان کې بدلون راولي.
د امريکا ولسمشر د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان د ۷ ميليارده ډالرو د شتمنۍ د بندېدو فرمان صادر کړ چې له مخې يې د دې شتمنۍ نيمايي برخه پيسې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين د رسېدنې لپاره او پاتې نيمه برخه يې د سپټمبر يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړې شوې.
د دې ليک لاسليک کوونکو، په ټينګار سره ويلي چې افغانان له انساني ناورين څخه زورېږي او دغه پيسې د افغانستان د خلکو پورې اړه لري او هر ډول ګټه اخيستل ترې له قانوني اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه تېروتنه ده.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد اقتصاد پرځېدلی او خلک له سخت ناورين سره مخ دي.


