یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍفنلنډ د ناټو د غړيتوب لپاره رسمي غوښتنه وړاندې کوي

فنلنډ د ناټو د غړيتوب لپاره رسمي غوښتنه وړاندې کوي

ويب ډیسک

د فنلنډ ولسمشر سولي نينيستو د مې په ۱۵مه نېټه ویلي، چې هېواد به يې د ناټو د غړيتوب لپاره رسماً غوښتنه وړاندې کړي.

نینيستو په همدې ورځ د فنلنډ د بهرنیو او امنیتي تګلارو له شورا سره یوه غونډه کړې او پرېکړه يې کړې، چې هېواد به یې د ناټو پوځي ايتلاف ته د غړيتوب رسمي غوښتنليک وړاندې کړي.

نینستو تر يادې غونډې وروسته د هېواد له لومړي وزیر سنا مارین سره په يوې ګډې خبري ناستې کې ياده پرېکړه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې په دې سره به د فنلنډ نوې زمانه پېل شي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د ناټو پوځي ایتلاف د غړيتوب د ترلاسه کولوغوښتنه يې د کوم بل هېواد پر ضد نه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه