دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیې د برتانیا پر وزيراعظم بوریس جانسن باندې د روسیې ته د...

روسیې د برتانیا پر وزيراعظم بوریس جانسن باندې د روسیې ته د ورتګ بنديز لګولی دی.

ویب ډیسک

روسیې د برتانیا پر وزيراعظم بوریس جانسن، د بهرنيو چارو وزيرې ليز ټروس او ځينو نورو برتانوي چارواکو روسیې ته د ورتګ بنديز لګولی دی.

د روس بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا کار یې د برتانيې لخوا په نړيواله توګه د روس د یوازې کولو د هڅو په غبرګون کې کړی دی.

برتانیا، امريکا او اروپايي ټولنې د اوکراين د اشغال له امله پر روس بندیزونه لګولي او سخت بيانونه یې ورکړي دي.

روسیې د اپريل په شپاړسمه د اروپايي اتحادیې ۱۸ غړي تر هغې وروسته له هېواده و ایستل چې دې اتحادیې د روس ۱۹ ډيپلوماټان وشړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه