دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسیه: په دغه هېواد کې د اروپايي‌ ټولنې د پلاوي ۱۸ استازي...

روسیه: په دغه هېواد کې د اروپايي‌ ټولنې د پلاوي ۱۸ استازي نامطلوب سړي بلل شوي

ويب ډیسک

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۵مه نېټه په یوه اعلاميه کې وويل، چې په روسیه کې د اروپايي ټولنې د پلاوي ۱۸ استازي نامطلوب سړي بلل شوي او بايد په ټاکلي‌ وخت کې له دغه هېواد څخه ووزي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دغه هېواد کې د اروپايي‌ ټولنې د پلاوي له مشر مارکوس ايدرير سره وکتل او له دې سره مخالفت يې څرګند کړی،‌ چې په اروپايي ټولنه او د اروپايي ټولنې د اټومي‌ انرژۍ ټولنه کې د روسيې د پلاوي‌ ۱۹ استازي نامطلوب سړي بلل شوي.

روسیې زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه بايد د دواړو خواوو ترمنځ د ډيالوګ او همکاريو چوکاټ د ويجاړېدو په اړه مسئوليت پر غاړه واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه