پښتو جرنل
د طالبانو د قطر سیاسي دوتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې نن طالبانو د پاکستان سفير احضار کړ هغه لیکلي چې په دغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي تر څنګ د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا شیرین اخند هم ګډون درلود، افغان لوري د پاکستاني ځواکونو له لوري تازه د خوست او ګنړ په ځینو سیمو کې ترسره شوي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.
متقي صاحب وویل؛ د خوست او ګنړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادوبد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.
په پای کي د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو چي خپلو مشرانو ته یې ورسوې.


