یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍالاقصا جومات کې له پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږه...

الاقصا جومات کې له پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵۲ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

ويب ډیسک

د فلسطینې سرې مياشتې ادارې ترمخه د بیت المقدس په الاقصا جومات کې له پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵۲ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

 

دا نخښتې د اپریل پر ۱۵مه، چې د روژې د میاشتې دوینه اوونۍ یې پوره کېږي، پر مهال ترسره شوې دي. دغه ځای چې د یهودانو او مسلمانانو دواړو لپاره مقدس ګڼل کیږي، اکثره وخت د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د شخړو مرکز وي او دا مهال هم هلته د تازو نښتو له وجې د دواړو خواو ترمينځ ترينګلتيا زیاته شوې ده.

 

اسراییلي پولیسو په یو بیان کې ویلي په سلګونو فلسطینیانو د دوی پر پوځیانو د کاڼو او پټاخو ګوزارونه کړي دي. د بیان له مخې دغه پېښه د بیت المقدس د زوړ ښار په غربي دیوال کې د یهودانو له عبادتځای سره نېږدې د سهار تر لمانځه وروسته شوې ده.

 

د بيان له مخې، تر دې وروسته د پولیسو مامورین الاقصا جومات ته ورغلي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ليرې کړي او عبادت کوونکي په حفاظت سره له دغه ځایه وباسي، په دغو نښتو کې درې پولیس هم ژوبل شوي دي.

 

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د دغه پېښې او د دې د نتایجو ذمه وار په پوره ډول او نېغ په نېغه اسراییل ګرځوي. بلخوا اسلامپالې حماس ډلې چې پر غزا کنټرول لري، ویلي اسراییل به د دغې پېښې د نتیجو ذمه واره وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه