ليکنه : محمد اقبال وزيري
حاجي ميرزاعلي خان د اېپي فقير په نوم مشهور دی، په ۱۹۰۱ کال کې د شمالي وزیرستان د خجورې په سیمه کې د ملا ارسلاخان په کور کې زیږیدلی دی چې د وزیرو د توریخېلو په ټبر پورې اړه لري.
ده لومړنۍ زدکړې په خپل کلي کې د خپل پلار او ملايانو نه او نورې زده کړې يې په بنو، کوهات، خوست او جلال اباد کې وکړې، نوموړی جلال آباد ته نږدې د سره رود په چارباغ کې د نقیب صاحب مرید شو، نقیب صاحب چې د قادري طريقي مرشد و، دی خپل نايب وټاکه او ميرزاعلي خان د هغه تر سيوري لاندې خپل مذهبي او دنيايي فکرونه تنظیم کړل، وروسته له دې چې هلته يي د مهاجر قاضي حيات الدين د لور سره واده وکړ، خپل پلرني كلي ته راستون شو.
۱۹۲۸ﺀ کال کې حج ته لاړ. د حج نه د راستنېدو وروسته ده د انګرېزانو پر ضد د وطن د آزادۍ په موخه صوفي ګيري پرېښوده او د اسلام او پښتو دفاع ته يې ملا وتړله. په ۱۹۳۵ کال کې کله چې انګلیسانو د هندوستان ټولو يوولسو صوبو ته کورنۍ خپلواکي ومنله نو په پښتني قومونو کې دا احساس پیدا شو چې يوه ورځ به انګرېزان هند پرېږدي او هندوان به په دوی واکمن کيږي.
د دې برسېره په ۱۹۳۶ کال کې د اسلام بي بي موضوع، چې اوس به پرې وغږېږم، د انګرېزانو ضد مبارزه کې نه يوازې د جګړې اساسي لامل شو، بلکې د وزیرستان او هغه ته ورڅېرمه پښتنو قومونو په يووالي کې مهم رول ولوباوه.
کیسه داسې وه چې په ۱۹۳۶ کال کې د رام کوري په نامه یوه هندوه جينۍ بنو نه نږدې د ډومېل په سيمه کې د ښوونځي په يوه مسلمان ښوونكي سيدامير نورعلی شاه باندې مئينه شوه. هغه مسلمانه شوه او د همدې کال د مارچ د مياشتې په پنځمه نېټه د اسلامي اصولو سره سم نورعلي شاه ته واده شوه، هغې خپل نوم رام کوري په نورجهان واړاوه، لږ وروسته د هغې مور او تره د ډومېل څارندوى ادارې ته راپور ورکړ او دعوه يې وكړه چې نورجهان خپل قانوني عمر ته نه ده رسېدلي، نورعلی شاه په زور مسلمانه کړې او له دې کبله دې بېرته مور ته راستانه کړای شي کله چی محکمې دعوا واورېده پريکړه يې وكړه چې هغه دې د نورعلي شاه سره پاتې شي.
د نورجهان مور او خپلوانو دا پریکړه ونه منله او د ډومېل څارندوی ادارې ته يي بل راپور ورکړ. دوی دعوا وکړه چې پخوانی راپور سم نه و او په هغه کې د نورعلي شاه ته دا شکایت نه و شوی چې هغه رام كوري واده کړې نه ده، بلکې هغه يې په زور تښتولې ده نو ځکه باید بېرته خپلې مورته راستانه کړای شي.
دا ځل د بنو ډېپتي كميشتر جګړن ګوب د نورعلي شاه ځوان ورور، چې امير عبدالله شاه نومېده، خپل دفتر ته وروغوښت او هغه ته يې امر وکړ چې جينۍ خپلې مور ته راستانه کړي.
عبدالله شاه چې کورته راغی نو د خپل ورور سره په دې سلا شول چې نورجهان په پټه افغانستان ته د سوويلي وزيريستان له لارې بوزي خو د دوی په نيت د څار اداره خبره او د څارندوی ټولو پوستو ته امر شوی و چې کلکه څارنه وکړي تر څو دوی سوويلي وزيريستان له لارې افغانستان ته په تک بریالي نه شي.
نورعلي شاه او نورجهان په لاره کې د غوریواله جاونۍ کې پولیسو د تلاشی په مهال ودرول او پوليس د نورجهان نه د نوم پوښتنه وکړه هغې ځواب ورکړو چې نوم يې اسلام بي بي دى او له دې ځايه اسلام بي بي تاريخ جوړ کړو. دوى ونیول شول. په پای کې واکمنو اسلام بي بي هندوانو ته وسپارله. هغوی په پټه هندوستان ته بوتله او هلته یوه هندو ته واده شوه او نورعلي شاه هم ترى تم شو.
خلکو د انګرېزانو په کړو کلک، راوپارېدل. حاجي ميرزاعلي خان او په ده راټول شويو قومونو دا نه يوازې مذهبي، بلکې د پښتو او پښتونوالی ننګ وګڼلو او د انګرېزانو پر ضد مبارزه یې پياوړې کړه.
حاجي ميرزاعلي خان د بېلو بېلو قومونو د مشرانو او عالمانو سره په دې تينګار وکړ چې پلان شوي او منظمه مبارزه د مشرتوب پرته کېدای نه شي، د اېپي فقير د سلا او مشورې له پاره د ډاکټر ببريګل وزير د ليکنې له مخې، چې “اېپي فقير” نومېږي د انګلستان د ارشيفونو او د انګليسي د هغه مهال د ليکوالو د ليكنو پر بنسټ ليکل شوې ده، د قومونو دا مشران راوبلل: ملا شیرعلي خان مسعود وزیر، پیرملاخان احمدزی وزیر مهردل خان خټک، عبدالکریم مومند، گل زمرخان باجوری، کل نوازخان بنوځی، سردارخان مروت، سرمیرخان اورکزی، ضمیرخان کوکي خپل آفریدی، دین فقیر صاحب بيتي، او وحيد كل يوسف زی. څرنګه چې د اېپي فقير د اسلام بي بي په موضوع کې د انګرېزانو د کړو وړو په وړاندې ټينګ ودرېد نو د ده دریخ په یادشوو پښتني قومونو کې نور هم ټینګ شو. ځکه وزیرو، داوړو، بېټنو، بنوځو، خټکو او مروتو او هم د افغانستان نه ګرېزو، ځدرانو، تڼيو او ګيانخېلو د حاجي ميرزا علي خان ملا ټينكه وتړله حاجي ميرزاعلي خان د متاسي د جرګې له خوا د امير په توګه وټاکل شو او د انګریزانو په ضد يې د غزا اعلان وکړ. ده یو لښکر تنظیم کړ او د يو شمېر خليفه ګانو نه يي جنګي شورا جوړه کړه.
حاجي ميرزاعلي خان د انګرېزانو پر ضد مبارزه کې د خدايي خدمتګارانو او د جمعیت العلما د ګوندونو سره هم اړيکې ټينګې کړې وې، نوموړي د خدايي خدمتګارانو پرعکس چې د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ يي سوله ایزه مبارزه کوله، وسله واله مبارزه غوره وګڼله. ده د جنګي ستراتیژي د جوړولو اړتیا په ګوته کړه. نوموړي د جګړې ګوريلايي تاکتیک خپل کړ او د جګړې له پاره يې غرنۍ سيمې وټاکلې.
همدارنګه خدایی خدمتګارو د هند د ملي کانګرس سره يو ځای شول او د هندوانو او مسلمانانو يووال يې غوښته خو حاجي ميرزاعلي خان يوازې په مسلمانانو ټینګ ودرېد، د پاکستان د جوړېدو وروسته په ګروېک کې يې د ازاد پښتونستان له پاره ټينګې مبارزې وکړې او د افغانستان لوری يې ونیو او افغانستان هم ورسره مرسته کوله.
د وزیریستان خلكو د حاجي ميرزاعلي خان په مشرۍ د برتانوي هند نه د خپلې خپلواکۍ د لاسته راوړلو له پاره ټينګې مبارزې وکړې. د محمد حسن کاکړ په وینا: د اېپي فقير د پښتون ټولنې د مشرۍ ټول صفتونه لرل، په تېره زړورتيا، تقوا او جنګي مهارت. له همدې مهاله د انګرېزانو تر وتلو پورې د اېپي فقير د جنګياليو او انګرېزانو ترمنځ زښته زياتې جګړې وشوې. انګرېزانو د ځمکنيو يرغلونو برسېره هوايي بمباري هم کولې، يو ځلې انګرېزانو د اېپي فقير د نيولو په موخه څلوېښت زره پوځ وکاروه خو د نوموړي په نيولو بريالي نه شول، د هغه حاجي ميرزاعلي خان د قوماندنی په وخت کې په ۱۹۳۶ کال کې ديارلس ځله، په بل کال هم ديارلس ځله، په ۱۹۳۸ کال کې يرغلونه وشول. پنځه اويا ځله، په ۱۹۳۹ کال کې پنځه شپېته ځله او په ۱۹۴۰ کی يو سلو نولس ځله يرغلونه وشول.
د يرغلګرو د پوځونو پر د اېپي فقير د دغو بریدونو نه دا جوتېږي چې پورته ياد شوي قومونو په ټینګ ملاتړ ده نه یوازې د انګلیسانو پوځي بریدونه شند کړل، بلکي هغوی ته یې درانه زیانونه ور واړول، پوهاند ډاکتر حسن کاکړ وايي چې د یوه کس له پاره دا هسې کارنامه ده چې ما ته يې ساری معلوم نه دی. په معاصرې نړۍ کې دى شايد د ګوريلايي بريدونو نوښتګر قوماندان وي. دا بې ځايه نه ده چې ميلان هانر خپل اثر ميرزاعلي خان د انګليس ضد مبارزو پايلې داسې بيانوي: د يو سړی د امپراتورۍ په مقابل کې/ One Man Against Empire په نوم نومولي دی.
محمد حسن کاکړ د حاجي. د اېپي فقير د انګليس ضد مبارزو يوه پايله د مذهبي ذهنيت پياوړتيا او د عقلي او علمي ذهنيت سستيا شوه… دا چې نن ورځ ملايان د بلې هرې سيمې تر خلکو نه د وزیریستان په خلکو باندې ډېر نفوذ لري د همدغه حال نتيجه ده. د اېپي د فقير د مبارزو بله پايله د پښتنو د خپلواکۍ د غورځنګ پیاوړتیا شوه، خو د هغه د دولت زړي د ډېرو نورو عواملو له امله هم وده ونه کړه، نو د اېبي فقير د خپل سلف ميا روښان په شان چې هغه هم د وزيريستان د کاني كرم و، په خپل ژوند کې په مقصد ونه رسېد، خو د هغه په شان يې د پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ په میراث پرېښود. د ميا روښان غورځنګ تر يوه حده خوشال خان ختک، ایمل خان مومند، دریاخان افریدي، ميرويس نيکه او تر پوره حده ستر احمدشاه سرته ورسوه. يوه ورځ به د اېپي فقير غورځنګ هم د بري درشل ته ورسول شي.
د اېپي فقير د ۱۹۶۰ کال د اپرېل د مياشتې په شپاړسمه نېټه په ګوروېک کې د ساه لنډۍ د ناروغۍ له امله د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. د ده د مړينې په مناسبت د لندن ټایمز ورځپانې د اپرېل په شلمې ګنې کې حاجي ميرزاعلي خان يو زړور او د درناوي وړ سيال/رقيب وباله.
روح دې ښاد وي.


