ويب ډیسک
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما تیره شپه اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ملکي وګړي باید هیڅ کله هدف ونه ګرځول شي.
ملګرو ملتونه زیاتوي: “يوناما په سيمه کې دحقایقو دموندلو او د رامنځته شويو زيانونو دکچې د معلومولو هڅه کوي.”
د راپورونو له مخې وړمه شپه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د وزیرو پر څلورو کلیو د پاکستان جېټ الوتکو په بمبار کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالب چارواکو په وینا د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هم د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت یاد بریدونه غندلي او د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې پاکستان دې په داسې مسائیلو د افغانانو حوصلې نه ازمويي او په خبره یې چې بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري.
پاکستان تر دا مهاله ددغه هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلی.


