ويب ډیسک
د بوسنيا د بيهاچ ښار په مرکز کې د جمعې په ماښام د کډوالو دوو ډلو پر يو بل باندې ډزې کړې دي. په پېښه کې يو کډوال وژل شوی او يو بل سخت ژوبل دی.
د پوليسو يوه وياند د شبنې په ورځ د klix.ba په نوم خبري پاڼې ته تائيد کړې ده چې د بوسنيا په شمال لويديځ د بيهاچ په ښار کې د کډوالو دوو ډلو يو پر بل باندې ډزې کړې دي.
دغه کډوال ښايي له افغانستان او پاکستان څخه وي. په پېښه کې د ډزکوونکي او نخښه ويشتونکي پسې پلټنې لا د شنبې په ورځ روانې وې. د دغې مرګونې نښتې علت هم تر اوسه ناڅرګند پاتې دی.
د بوسنيا له طريقه د بالقان په نوم د مسير يوه لاره تېريږي چې په مرسته يې کډوال له ترکيې څخه هڅه کوي چې ځانونه تر لويديځې اروپا پورې ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ادارې يو ان ايچ سي آر په حواله دا مهال د بالقان د پراخې سيمې په بوسنيا هېواد کې ۴۰۰۰ تنه کډوال بند پاتې دي.
اکثريت يې د اونا سانا په نوم کوچنۍ سيمه کې چې بيهاچ يې مرکز دی، دې ته انتظار وباسي چې د يوې »زرغونې« يا ځنګلي پولې له لارې کرواشيا ته ورسيږي.
کرواشيا د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی.


