یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهځوانان د افغانستان د اوسني ناورین تر ټولو زیان منونکې برخه ده.

ځوانان د افغانستان د اوسني ناورین تر ټولو زیان منونکې برخه ده.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، ځوانان د افغانستان د اوسني ناورین تر ټولو زیان منونکې برخه ده.

دغه بنسټ ویلي، له هغو ځوانانو سره چې د افغانستان ۶۷ سلنه نفوس جوړوي، د کاري فرصتونو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره نوي مرکزونه فعال شوي، څو د ناورین په وخت کې له دوی سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری ځوانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې بې روزګاره شوي او له سختو ستونزو او ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان بشري اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د ۲۰۲۳ کال د پلان له مخې به ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه